د قانوني خدمتونو استعمال په اړه فکر کول؟

Pashto version of "Thinking of using legal services? What to expect" 

Back to list of community languages

د حقوقي مشاورینود مقرراتو صلاحیت څه شی دی (SRA)؟

SRA د یو خپلواک تنظیمي یون دی. مونږ تنظیم کوو:

  • په انګلستان او ویلس کې حقوقي مشاورین،
  • په انګلستان او ویلس کې د قانون جوړښتونه،
  • د جوړښتونو مدیران او کارکوونکي چې مونږ ېې پرمخ وړو،
  • بل ډول وړ وکیلان چې د پولو بهر دي، او
  • غیر وکیلان چې د سوداګرۍ درلودونکي یا یا د سهمیو درلودونکي وي او قانوني خدمتونه چمتو کوي.

مونږ چې څه پلي کوو د لوړ معیار پوره کولو په واسطه د وګړو د ساتلو هدف لرو، او د خطر پیژندلو پر مهال لاس په کار کیدلو په واسطه.

مونږ حقوقي مشاورین نه وړاندې کوو. قانوني ټولنه د نماینده توب یون دی.

مونږه څه کوو؟

مونږ اصول او د پرمخ وړلو یو کوډ برابرو کوم چې مونږ د قانوني خدمتونو په چمتو کولو کې باید تعقیب کړوو. مونږ د هغه څه په اړه چې پلي کوو ېې د متمرکز شوي طریقې برآمدونه د اطمینان ورکولو لپاره اخلو د هغوی د مراجعه کونکو غوښتنې په اساس، او د سرتاسري وګړو په غوښتنه کې.

;مونږ د هغه څه څخه اطمینان ورکوو چې مونږ ېې پلي کوو، د شرایط وړ او د قانوني خدمتونو چمتو کولو اطمیناني دي

  • په انګلستان او ویلس کې د وړتیا معیارونو برابرول،
  • د ارګانونو نظارت کول چې د محصلینو د روزنې ښوونه وکړي تر څو حقوقي مشاورین شي،
  • د قانوني خدمتونو چمتو کولو لپاره د وګړو د وړتیا ټاکل، او
  • د پولو نه بهر د وکیلانو اړتیا چې زمونږ معیارونه پوره کړي.

مونږ انتظامي اجرات کاروو، لکه د اخطارونو او جریمو دننه کول، او د شرکتونو او د انفرادیانو پوښتل. مونږ دغو ته خپلې تنظیمې پریکړې وایو، او په خپله ویب پاڼه کې ېې اچوو.

تاسو مونږ سره د یوه حقوقي مشاور په انتخاب کې مرسته کولای شۍ؟

مونږ تاسو ته قانوني مشوره نشو درکولی یا دا چې تاسو ته ووایو کوم حقوقي مشاور استعمال کړی .

مونږ کولی شو تاسو ته د حقوقي مشاور انتخابولو مرستې لپاره مالومات چمتو کړو، په شمول د:

که وغواړم چې یو حقوقي مشاور وکارووم څه باید وګورم؟

که تاسو زمونږ په واسطه ترتیب شوی حقوقي مشاور یا نهاد استعمالوی، تاسو باید:

  • د اړینو مالوماتو لاسته راوړل چې د ستاسو اړین خدمت په اړه اګاهانه انتخاب سرته ورسي، او څوک باید هغه تاسو ته چمتو کړي،
  • د هغې د لګښت په اړه پوهیدل یا لګښت به څومره حساب شي، او د لګښتونو یوه واضح تشریح،
  • د شرایط وړ او ښه روزل شوي وګړو څخه د ښې کچې خدمت لاسته راوړل کوم چې د قانون او زمونږ اړتیاو سره مطابقت ولري،
  • د مشاورینو څخه د خدماتو لاسته راوړل چې ستاسو خورا ښوو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او ستاسو د وضعیت راز وساتي،
  • د شکایت کولو وړتیا که څه سم سرته ونه رسي ــ نهاد ته یا قانوني غړي ته،
  • د جبران لاسته راوړل که موندل شي چې که چیرې کوم کار سم سرته نه وي رسیدلی او تاسو ېې ادعا کړي وي ــ د نهاد د شخصي زیرمو یا د هغې د ضمانت څخه،
  • په خپل حقوقي مشاور یا نهاد باندې د تکیه کولو وړ چې تاسو هغه چاته مراجعه کړي چې د دندې لپاره سم وي،
  • ووایاست که چیرې دواړه ډلې کوم مفاد (مالي یا نورې) له دغې مراجعې څخه لاسته راوړي، او
  • د اطمینان احساس کول چې که چیرې کوم مشاور یا نهاد معیارونه پوره نه کړي نو SRA به لاس پکار شي.

څه که زه وغواړم چې خپل حقوقي مشاور بدل کړم؟

تر څو پورې چې تاسو ېې بل ورکوس، ستاسو حقوقي مشاور حق لري ستاسو د اوراقو فایل یا نور توکي وساتي.

که تاسو د ستاسو کیس د لیارې په برخه توګه د حقوقي مشاور د بدلولو پریکړه کړي وي دوی به تر هغې پورې ستاسو دوسیې درنکړي تر څو پورې چې د هغوی پیسې ورنکړۍ.

څه که چیرې زما حقوقي مشاور زما پیسې ولري؟

که چیرې تاسو پیسې له لاسه ورکړۍ ځکه چې مشاور بااعتبار نه وي، یا دوی تاسو پورې اړوند پیسې ورنکړي، زمونږ د جبران پانګه شاید د مرستې وړ وي.

تاسو د دې په اړه زمونږ له ویب پاڼې څخه مالومات اخیستلی شۍwww.sra.org.uk/claim -

تاسو زما د حقوقي مشاور د کار لړۍ بنده کړې ده ــ زه څه باید وکړم؟

ځینې وختونه مونږ د حقوقي مشاور د کار لړۍ بندوو، ځکه چې متروک شوی وی، شریکان مړه شوي وي، یا مونږ د ناسم کار ګمان وکړوو (د بیلګې په توګه حقوقي مشاور په کار کې دقت نه وي کړی یا خپل مسؤلیتونه ېې سرته نه وي رسولي).

مونږ به تاسو ته ستاسو د دوسیو، اسنادو یا پیسو بیرته اخیستلو په اړه اړین مالومات درکړوو.

ما د خپل حقوقي مشاور سره ستونزه پیدا کړې ــ زه څه باید وکړم؟

تاسو لومړی باید تل خپل حقوقي مشاور یا نهاد ته شکایت وکړۍ. که چیرې تاسو دا نه وي کړي نو تاسو به د شکایت د پرمخ وړلو وړتیا ونلرۍ.

د ستونزې په غیر رسمي توګه هغوی ته نږدې کول شاید ځینې شیان حل کړي. که چیرې دا کار ونکړي، نو ستاسو مشاور باید د شکایاتو د پروسې په اړه مالومات درکړي.

یو وار چې تاسو شکایت وکړۍ هغوی به تاسو ته د شکایت د اداره کولو د څرنګوالي په اړه او د ځواب ورکولو په اړه ووایي. خپل حقوقي مشاور ته د شکایت د حلولو یو چانس ورکړۍ. عموما تاسو باید هغوی ته لږ تر لږه اته اونۍ وخت ورکړۍ.

د شکایت کولو او زماني مقیاس په اړه لارښوونې د کومو سره چې باید سرته ورسي، کولای شۍ د قانوني امبوډزمین په ویب پاڼه کې ېې وموندۍ.

که تاسو دمخه حقوقي مشاور یا نهاد ته شکایت کړی وي او هغوی ستاسو د رضایت مطابق نه وي حل کړی، تاسو کولای شۍ قانوني اومبډزمین سره د مرستې لپاره اړیکه ونیسۍ. تاسو کولای شۍ هغوی ته تلیفون (0300 555 0333) یا بریښنا لیک واستوي enquiries@legalombudsman.org.uk

کله تاسو باید یو حقوقي مشاور SRA ته راپور کړۍ

د حقوقي مشاورینو په اړه ډیری وختي شکایتونه د ضعیف خدمت په اړه دي او باید قانوني امبډزمین ته ولیږدول شي. که قانوني امبزډمین فکر وکړي چې ستاسو کیس زمونږ د اصولو تخلف لري نو دوی به ستاسو کیس مونږ ته راجع کړي.

که چیرې تاسو د کوم حقوقي مشاور ضعیف کار په اړه مونږ ته راپور راکړۍ نو مونږ به ېې قانوني امبډزمین ته راجع کړو. مونږ د دې وړتیا نلرو چې ضعیف خدمت جبران، یا ستاسو قانوني فیس کم یا مسترد کړي.

په هر صورت، تاسو باید ستونزه په مستقیم ډول مونږ ته راپور کړۍ که چیرې تاسو فکر کوۍ کوم نهاد یا کوم کس چې مونږ تنظیم کړی وي او د SRA اصول ېې مات کړي وي.

مونږ ته ستاسو د مالوماتو د راستولو ډیری لیارې شتون لري:

کومې پوښتنې؟